د حلیم شملزي شعرونه
02.07.2009 13:19خپله کعبه
ليونيه انتظار دي ليونې کړمه
مينی دی له خپلو نه پردې کړمه
اوسي په حرم کښی اوس ژوندی بوتان
ځم خپلی کعبی ته درناوې کړمه
مېنه دوطن هم قربانی غواړي
زه تش په خبرو ځان زمرې کړمه
مات شو دپيړيو افغانی غرور
زه چی دی په شپه شپه کښی پاکې کړمه
تانه به حساب ستادجفاواخلم
ځان به ناببره لېونې کړمه
نشته راکي توان نور دپردي غوبل
خپل غم به په سر زه شملزې کړمه
په افغان ننګ
بېا دوخت الغ بيګ راغې پښتونخوا ته
ېوسفزي نن قتل کيږي امريکا ته
ای غلجو درانو ننګ په افغان وکړي
دلاهور تورمخي وشړي وشاته
لروبر پښتون افغان دي سره يوشې
دحليم چغی سوری دي هري خوا ته
پښتون په کراچي کی
داغيارو په فريب او په لمسون
تاجنت نه دوزخ جوړ کړو په ژوندون
راغلي دلته کراچي کښی استوګن شوې
پام به ډير کړي دوحدت او دسمون
دي تورمخی ترهګر خورکړي دام دي
لوټول کوی وژل کړي هم شبخون
که دکلي نه راورک له بدبختي يو
دلته ټينګه کړه رسي دپيوستون
داکشن په کميټی کی ګډون وکړه
حليم وايي بل دی نشته دي خلاصون








