Karachi 2

سعید ګوهر وفات شو

21.08.2010 17:32

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې د پښتو او اردو ژبو ستر شاعر،محقق او کره کتونکی ښاغلی سعید ګوهر  وفات شو ی دی ـ جرس ادبي جرګه کراچۍ د ښاغلي ګوهر په مړینه د غمرازۍ څرګندونه کوي ، د هغه مړینه د پښتو ادب دپاره زیان بولي او لوی خدایې څخه مرحوم ته فردوس جنت او دهغه ورنو هر یو ربنواز مایل،محمود ایاز، او نورو پسماندګانو ته جمیل صبر غوښتونکې ده ـ ارواښاد سعید ګوهر کراچۍ ښار کې د اوسیدو په مهال د جرس ادبي جرګې هره غونډه  کې ګډون کړی دی ،دهغه مړینه د جرس ادبي جرګې هر غړی ویرجن دی ـ

د جرس ادبي جرګې مطبوعاتي څانګې لخوا

افضل شوق 01.09.2010 19:16

ګرانه او زړه ته راتېر سعیدګوهره !
دا لتا سره به کله اروښاد لیکل کېږي .... داسې سوچ ما کله هم نه ؤ کړی ولې چې ته په پښتو ادب کې د جدید غزل پلار یادېدې او لتا خو به موږ د شاعرۍ چل ول زده کولو - دا تا څنګه موږ په نیمه لار پرېښولو؟ دا ګیله به مې درپاته وې زما د ژوند تر هغه ساعته چې خپله مې هم سترګې درپسې نه وي پټې کړي -

نور به څه لیکمه .. بس خو ښه دي نه ؤ کړو خو بیا دي خوشاله غواړمه هلته چرته چې ته زما لاره ګورې-

ستا په لار در روان افضل شوق

لرغونی لاروی 22.08.2010 13:14

الله دې ګوهر صيب وبښي.
په رښتيا چې يو ريښتونی محقق او ښه ليکوال ؤ. ده هيڅ کله د قوم، سمت، خېل او زي شومو او تباکوونکو ورستو مفکورو ته ونه کتل بلکې په نره او جرات سره يې د خپلې څېړنې نتيجه په ډاګه کوله.
څېړنه هم همدې ته وايي چې کومه نتيجه په لاس ورشي له منافقت او وېرې پرته يې خپره کي.
ګوهر صيب د پښتنو يو پیاوړی او بريالی محقق ؤ او پښتنو ته يې د ريښتونولۍ داسې تيږه کېښوده چې هر پښتون ځوان بايد پرې قدم کېږي او له وېرې او ورسته پاتې نزاکتونو پرته پرې له خدنګونو پورې وزي.

د ګوهر صيب په ګور دې رحمت شي او الله دې ورته د ګوناهونو بښنه وکړي.
د ده ادب پالې او پښتونپالې کورنۍ ته دې خدای د زړه صبر ورکړي او داسې غم دې خدای نه ورپېښوي چې دا يې له ياده ووځي.
انا لله و انا اليه راجعون

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.